Share this link via
Personality Websites!
(1) بنو مُطَّلِب هميشه د دِينِ اسلام مرسته کړې ده، هغوئي په هره موقع د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وفاداري كړې ده، په دې وجه د دواړو جهانونو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِنَّمَابَنُوْ هَاشِم وَ بَنُوْ الْمُطَّلِبْ شَيْئٌ وَاحِد بيشكه بنو هاشِم او بنو مُطَّلِب يو دي. اِمام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څنګه چې د اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پلار نيكونه د دِين خدمتګاران وو، دغه شان اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د دِينِ اسلام ډىر زبردست خدمت كړے دے.[1]
(2) اِمام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مخکښې فرمائي: اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نسب دے. په دې اعتبار سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم په”آلِ رسول“ كښې شامِل دے. كله چې مونږه لمُونځ ادا كووو نو وايو: اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰـى مُحَمَّد وَ عَلٰـی آلِ مُحَمَّد (اے الله پاكه! په محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې او د هغوئي په آل باندې رحمتونه نازل كړې) زمونږ په دې دُعا كښې اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم شامِل دے.[2]
(3) په حديثِ پاك كښې دي: اِنَّ کُلَّ سَبَبٍ وَ نَسَبٍ یَنْقَطِعُ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ اِلّا مَا کَان مِنْ نَسبِیْ وَ سَبَبِی[3] د قيامت په ورځ به هر نسبي او د سخرګنئ خپلولئ ختمې شي خو هغه څوک چې زما د نسب او سخرګنئ خپلوان دي (د هغوئي تعلق به نه ختميږي) ([4])
سُبْحٰنَ الله! خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دا څومره زبردست فضيلت دے. په ورځ د قيامت به چې د نَفسـي نَفسـي عالَم وي، مور به د ځوئ نه لرې تښتي، پلار به د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami