Book Name:Imam Shafi Ke Ala Ausaf
اِمامِ شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم مُجَدِّد دے
تر اوسه پورې ډىر مُجَدِّد دُنيا ته راغلي دي، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! اِمام محمد بِن اِدريس شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم مُجَدِّد دے، اِمام احمد بِن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د وړومبئ صدئ هجرئ مُجَدِّد حضرت عمر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو او د دويمې صدئ هجرئ مُجَدِّد اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے. [1]
د اِمامِ شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارُف
* د اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پوره نوم محمد بِن اِدريس دے، * هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 150 هجرئ كښې پيدا شوے وو، * علماء فرمائي: په كومه ورځ چې د كروړاؤ حَنَفيانو اِمام، اِمام اعظم ابُوحنيفه، نُعمان بِن ثابت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دُنيا نه رُخصت شو، په هغه ورځ اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دنيا ته تشريف راوړو. * اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لوَړ دنګ قد والا، * ښو اخلاقو والا، * د خلقو خوښ، * په خلقو احسان كولو والا، * په سُنَّتو عمل كوونكے * او ډير نيك سيرته وو. * اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يمن كښې پيدا شوے وو، * چې د دوو كالو شو نو والدِ محترَم ئې وفات شو، * د هغوئي مور بي بي هغوئي مکّے مُکَرَّمے ته ځان سره بوتللو، * اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مكه مكرمه كښې لوئ شو،[2] * هلته ئې علمِ دين زده كړو، * الله پاك د اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره د علم دروازے بيرته كړې، * هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير محنتي او د علمِ دين شوق لرونكے وو. * د اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارك لا 15 كاله وو چې د مکّے