Book Name:Imam Shafi Ke Ala Ausaf
كاش چې مونږ ته هم خبرې نه مخكښې د سوچ كولو عادت را نصيب شي، ګنې حالت ډير نازك دے، مونږه چې خبرې شروع كړو نو بيا خاموشه كيږو نه، مونږه په خبرو خبرو كښې غِيبَت، چغلـي، دروغ، تور لګول او قِسما قِسَم ګناهونه كوو خو مونږ خبر هُم نه شو، الله پاك دِ مونږ ته د ژبې د حفاظت فِكر رانصيب كړي.
زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: څوك چې ما ته د دوو جامنو د مينځني څيز (يعنې د ژبې) او د دوو ښپو د مينځني څيز (يعني د شرمګاه) ضمانت راكړي، زه هغه ته د جنَّت ضمانت وركووم ....[1]
حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك لاندې فرمائي: مطلب دا دے چې څوك خپله ژبه د دروغو، غِيبَت او ناجائزه خبرو نه بچ ساتي او بدكارئ ته نه نِزدې كيږي (نو مالِكِ جَنَّت، قاسمِ نِعمَت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ته د جنَّت ضمانت وركوي) مفتـي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مخکښې فرمائي: (كوم بنده چې د خپلې ژبې او شرمګاه حِفاظَت کوي نو) ښكاره خبره ده چې داسې مسلمان مُومِن به مُتَّقـي [پرهيزګاره] وي. ياد ساتئ چې! تقريباً اتيا فيصده ګناهونه د ژبې نه كيږي.[2]
اے عاشِقانِ رسول! اندازه اولګوئ! ژبه څومره اهم اندام دے چې كوم بنده د ژبې حفاظت اوكړي، ژبه د ګناهونو نه بچ كولو كښې كامياب شي او د دې سره سره د زنا،