Book Name:Imam Shafi Ke Ala Ausaf
اِمام شافِعِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاموش طبيعته وو
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ژبې احتياط د حكمت او عقلمندئ بنياد دے. په حديثِ پاك كښې دي: تاسو چې څوك داسې اووينئ چې هغه ته د خاموشئ نِعمَت عطا شوے وي نو د هغه صُحبت اختيار كړئ ځکه چې داسې بنده ته حكمت وركولے كيږي.[1]
اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم د ژبې په احتياطونو كښې اعلٰـى مهارت لرلو. شايد هُم دا وجه وه چې الله پاك هغوئي ته حكمت او دانائي عطا كړې وه. يو ځل اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د مسئلے تپوس اوشو، هغوئي خاموشه پاتې شو، څه جواب ئې ورنكړو. عرض اوكړے شو: تاسو ولے خاموشه پاتې شوئ؟ جواب مو ولے ورنكړو؟ اوئې فرمائيل: ما دا سوچ كولو چې په جواب وركولو كښې خير دے او که په خاموشه پاتې کيدو كښې [خير دے].[2]
مَاشَآءَ اللّٰہ! څومره د حكمت نه ډكه خبره ده، د اِمام محمد بِن محمَّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خُلاصه ده چې د اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې مبارك انداز نه دوه خبرې معلومې شوې: (1) يوه خبره دا چې اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خبرې کولو نه مخكښې سوچ كولو، (2) دويمه دا چې اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په خبرو كښې په فضل او ثواب باندې نظر ساتلو، كه په خبره كښې به بهتري وه او د ثواب صورت به جوړيدو نو كلام به ئې كولو، ګنې خاموشه به پاتې كيدلو.