Imam Shafi Ke Ala Ausaf

Book Name:Imam Shafi Ke Ala Ausaf

زيارتونو ته حاضريدلو سره مشکلات حل کيږي، د اوليائے كرامو عَلَيْهِمُ الـرَّحْمَة زيارتونو ته حاضريدلو سره دُعاګانې زر قبليږي.

اِمامِ شافِعِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير زيات سخـي وو

    اے عاشِقانِ رسول! د حضرت اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بل پاك او ښكلے صفت دا هم دے چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير سخـي وو، په زرګاؤ روپـئ به ئې په خوشحالئ خوشحالئ په غريبانو خرچ كولې. حضرت حُمَيدِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل يو كار په سلسله كښې يمَن ته تشريف يوړلو، چې كله بيرته مکّے مُکَرَّمے ته راغلو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره لس زره درهمه (يعني د سپينو زرو سكے)۔ وې۔ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ښار نه بهَر خيمه اولګوله، خلق به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضريدل او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هغه خلقو ته مال عطا كولو، چې كله د خيمے نه بهَر ته را اووتلو نو ټول مال (يعني لس زره د سپينو زرو سكے) ئې د الله په لاره كښې تقسيم كړې وې.[1]

د مَهَر رَقم ئې ادا كړو

     حضرت ربيع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې كله زما نِكاح اوشوه نو حضرت اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما نه تپوس اوكړو: حق مَهَر څومره مقرر شوے دے؟ ما عرض اوكړو: 30 ديناره. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا تپوس اوكړو: په دې كښې دِ څومره ادا كړے دے؟ ما عرض اوكړو: 6 ديناره. دا تپوس ئې رانه اوکړو او تشريف ئې يوړلو، وروسته ئې يوه تهيلئ را اوليږله، په هغې كښې پوره 24 ديناره وو [يعني د سرو زرو سِکّے وې]. يعني د


 

 



[1]...تاریخ مدینہ دمشق، جلد:51، صفحہ:401۔