Imam Shafi Ke Ala Ausaf

Book Name:Imam Shafi Ke Ala Ausaf

باندې د رحمت ملاويدلو او عذاب والا آيتونو باندې د عذاب نه د حفاظت دُعا کول جائز دي. په فرضو لـمونځونو کښې د تلاوت په دوران کښې داسې دُعاګانې کول منع دي.([1])

د حضرت اِبراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام يوه مباركه دُعا

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاك سيرت څومره ښكلے او خوږ وصف دے چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به صرف خپل ځان ته دُعا نه كوله بلكه د ټولو مسلمانانو د پاره  به ئې دُعا كوله. دا د الله پاك د خليل حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام مباركه طريقه ده، الله پاك په قرآنِ كريم كښې د حضرت ابراهيم خليلُ الله عَلَيْهِ السَّلام يوه دُعا د هغوئي په الفاظو كښې بيان كړې ده.

رَبَّنَا اغْفِرْ لِیْ وَ لِوَالِدَیَّ وَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْحِسَابُ۠(۴۱)   (پارہ13،سورۂ ابرٰھیم:41)             

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: اے زمونږه ربه ما اوبخښې او زما مور او پلار [اوبخښې] او ټول مسلمانان [اوبخښې] په کومه ورځ به چې حساب قائميږي.

په دُعا كښې سستي مه كوئ...!

      اے عاشِقانِ رسول! دُعا بهترين عبادت دے، په حديثِ پاك كښې ارشاد دے: اَلدُّعَاءُ مُخُّ الْعِبَادَۃِ  دُعا د عبادت زَړے دے.[2] د دُعا يوه بهترينه فائده دا هم ده چې دُعا د مفتو نيكي ده، په دې باندې څه روپئ نه خرچ كيږي، څه محنت پرې نه کيږي، بس د زړه د


 

 



[1]...بہار شریعت، حصّہ:3، جلد:1، صفحہ:548۔

[2]...ترمذی، کتاب الدعوات، صفحہ:777، حدیث:3371۔