Book Name:Imam Shafi Ke Ala Ausaf
راسره وخت شته خو افسوس! مونږ ته د خپل رب تعالٰى د كلام يعني قرآنِ كريم لوستلو د پاره څو څو ورځې، څو څو هفتے بلکه څو څو مياشتې وخت نه ملاويږي، بلكه د وخت نه ميلاويدو به څه ګيله اوكړو، مونږ ته خو ياد هم نه وي چې ګنې مونږ به تلاوت هم كوو، مونږه په خپلو اعمالو كښې تلاوت شامل كړے نه دے. الله پاک دِ مونږه د قرآنِ مجيد د تلاوت کولو شوقين جوړ کړي۔۔۔۔!
* تلاوتِ قرآن د دې اُمَّت افضل عبادت دے([1]) * د قرآنِ پاک يو حَرف وئيلو باندې د 10 نیکو ثواب ملاويږي * په کوم کور کښې چې د قرآنِ پاک تلاوت کيږي هغه کور د خپلو اوسيدونکو د پاره فراخه شي۔ * په هغه کور کښې خيرونه ډير شي * هغه کور ته فرښتے راځي * د هغه کور نه شيطانان اُوځي۔([2]) * قرآنِ کریم به په ورځ د قیامت د خپل لوستونکي شَفاعت کوي([3]) * د قرآنِ کريم تلاوت کوونکو ته به الله پاک د شُکر ګُزارو د ثواب نه غوره [ثواب] ورکوي۔ ([4]) * اَهلِ قرآن (یعني د دې تلاوت کوونکي او د دې په احکاماتو عمل کوونکي) اللہ والا دي او د الله پاک خاص خلق دي([5]) * څوک چې په لـمانځه کښې په ولاړه د قرآنِ کريم تلاوت اوکړي د هغه د پاره د هر حَرف په بدله کښې 100 نيکئ دي۔ * څوک چې په ناسته تلاوت اوکړي د هغه د پاره د هر حَرف په بدله کښې 50 نيکئ دي۔ * څوک چې د لـمانځه نه علاوه په