Imam Shafi Ke Ala Ausaf

Book Name:Imam Shafi Ke Ala Ausaf

بے احتياطي کيږي، ډير ځلمي څلي [يعني بغير غَمي والا رِنګ] په ګوته کوي، بعضې دوه ودوه ګوتمې په ګوته کوي، بعضو د خپل لاس ټولې ګوتې د ګوتمو نه ډکې کړې وي او بعضې نادان [نارينه] د سرو زرو ګوتمه هُم په ګوته کوي، یاد ساتئ! نارينه صرف د سپينو زرو د څلور ماشے (یعني 4ګرامه او 174 ملی ګرامه) نه د کم وزن، د يو غمي والا  صرف يوه ګوتمه په ګوته کولے شي۔ *  نارينه له د سرو زرو ګوتمه اچول حرام دي۔  * د اوسپنې ګوتمه د دوزخيانو کالے دے۔ *  د يو نه زيات غمو والا ګوتمه اګر که هغه د سپينو زرو وي د نارينه د پاره ناجائزه ده۔ *  بغير غمي والا ګوتمه اچول هُم ناجائزه دي ځکه چې هغه ګوتمه نه ده څلے [يعني هسې رِنګ] دے۔([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اِمامِ شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اعلٰـى اوصاف

    اے عاشِقانِ رسول!  اِمام مُحَمَّد بِن ادريس شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څنګه په عِلم كښې اوچته مرتبه لري هغسې په عمل كښې هم اوچت شان لري، راځئ چې د اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو اعلٰـى اوصاف واورو:

اِمامِ شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د تلاوت شوق

         حُجَّةُ الاسلام اِمام مُحَمَّد بِن محَمَّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شپه په دريو حِصَّو كښې تقسيم كړې وه: يوه حِصّه د عِلمِ دين د پاره، يوه حِصّه د لمُونځ د پاره او يوه حِصّه د آرام د پاره.[2]


 

 



[1]...550سنتیں اور آداب، صفحہ:57-58ملتقطاً۔

[2]...احیاء علوم الدین، کتاب العلم ، جلد:1، صفحہ:40۔