Book Name:Faizan e Ameer Muawiya
راځئ چې د دې سُوال د جواب لټولو د پاره په تاريخ باندې غور اوکړو: * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپل ظاهري ژوند كښې په مدينه مُنَوَّره كښې اوسيدلو * د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د مسلمانانو خليفه مقرر شو، هغه وخت هم دارُالخلافه مدينه مُنَوَّره وه * بيا حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ دويم خليفه جوړ شو، بيا هم دارُالخلافه مدينه مُنَوَّره وه * بيا حضرت عُثمان غنـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ دريم خليفه جوړ شو، بيا هم دارُالخلافه مدينه مُنَوَّره وه * بيا حضرت علـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ څلورم خليفه جوړ شو، هغوئي كوفه دارُالخلافه جوړه كړه * د دغه وخته پورې د خلافتِ راشده ديرش كاله پوره شو، بيا د هغې نه پس په اسلام كښې بادشاهت شروع شو او د اسلام په تاريخ كښې د ټولو نه ورومبے بادشاه حضرت اَمير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ جوړ شو. * حضرت اَمير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ وړومبے صحابي دے چې هغوئي ملكِ شام خپله دارُالخلافه جوړ كړو، د دې نه مخكښې د اسلام په تاريخ كښې بل يو وخت هم ملكِ شام دارُالحكومَت نه وو جوړ شوے.
معلومه شوه چې هغه په تورات شريف كښې چې کوم ارشاد شوے وو: وَ مُلْکُہٗ بِالشَّام يعني د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بادشاهت مقام به مُلكِ شام وي، هغه د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بركت د حضرت اَمير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د بادشاهت بيان دے، چې هغه په تورات شريف كښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اوصافو كښې د نعتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په طور بيان شوے دے.