Faizan e Ameer Muawiya

Book Name:Faizan e Ameer Muawiya

مُعاويه! آيا ته د علـي سره محبت كوے؟ عرض ئې اوكړو: په هغه ذات مې دِ قَسَم وي د چا نه سِوا چې بل څوك د عبادت لائق نشته! زه د الله پاك د رضا د  پاره د علـي سره محبت كووم. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: نزدې ده چې ستاسو دواړو په مينځ كښې به څه ازميښت راځي. حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ عرض اوكړو: د هغې نه پس به څه كيږي (يعني په خپل مينځ كښې د ازميښت به څه نتيجه را اوځي)؟ خوږ مهربان آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د هغې نه پس به د الله پاك له طرفه مُعافـي، د الله پاك رِضا حاصليدل او جَنَّت ته داخليدل وي.[1]

    اے عاشِقانِ رسول! تاسو اوليدل! د حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ او د حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په خپل مينځ كښې د هٰغه خالصو دِيني اختلافاتو فيصله پخپله نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي وه، نو زمونږه شان خلقو څه جرأت چې مونږه د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په مينځ كښې واقع شوو مُعامَلاتو باندې بحث كول شروع كړو. مونږ ته د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د ادب كولو حكم راكړے شوے دے او مونږ به صرف او صرف ادب كوو او بس!

    الله پاك دِ مونږ ټول د صحابه او اهلِ بيتِ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان با ادبه جوړ كړې، او د صحابه او اَهلِ بيتِ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ډير محبت دِ را نصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...تاریخ ابن عساکر، جلد:59، صفحہ:139-140۔