Faizan e Ameer Muawiya

Book Name:Faizan e Ameer Muawiya

نو هغه د ټولو باطني خباثتونو نه بچ پاتې كيدے شي او څوک چې د باطني خباثتونو نه بچ شي، هغه بيا هر قِسمه نيكئ حاصلولو كښې كاميابيږي.

      دغه شان د كمال سخاوت مُتَعَلِّق غور اوكړئ! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: حُبُّ الدُّنْیَا رَاْسُ کُلٍّ خَطِیْئَۃٍ د دُنيا محبت د هرې بدئ جرړه ده. معلومه شوه چې الله پاك كوم بنده د دُنيا د محبت نه بچ كړي او هغه ته د سخاوت نِعمَت عطا كړي، دا د دې خبرې علامت دے چې د هغه بنده په زړه كښې د ذرے همره حَسَد هُم نشته او د دې  فانـي دُنيا طلب هم نه لري بلكه ظاهري او باطني طور د نيكو طرف ته تَوَجُّه ساتي.[1]

      اوګورئ! آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: وَ مُعَاوِیَۃُ بْنُ اَبِی سُفْیَان اَحْلَمُ اُمَّتِی وَ اَجَوَدُهَـا او مُعاويه بِن ابي سُفيان زما په اُمَّت كښې د ټولو نه زيات حِلم والا او ډير سخي دے. د دې نه معلومه شوه چې * حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په غُصَّه باندې مكمل قابو لري  *هغوئي د تَكَبُّر نه پاك دے * هغوئي د دُنيا د محبت نه بالكل جدا دے * بس د آخرت طلب ګار دے * هغوئي د حَسَد او ټولو باطنـي بيمارو نه بالكل پاك دے * او د ټولو صفاتو جامع دے [يعني ټول صفتونه پكښې جمع دي].


 

 



[1]...فضائل  معاویہ، فصل: فی فضائلہ ومناقبہ، صفحہ:73-74 خلاصۃً۔