Rajab ALLAH Ka Mahina Hai

Book Name:Rajab ALLAH Ka Mahina Hai

كښې ځيلې مضبوطي كړي وي، په داسې مريضانو چې روژه اونيولے شي نو د هغوئي په مرض كښې د ډيره حده پورې كمے راتلے شي.

     د تحقيقاتو مطابق * د روژے په حالت كښې د پيشمني نه تر روژه ماتي پورې څه خوراك څښاك کول نه وي نو دا عمل د زړه د پاره فائده مند دے، د دې سره زړه ته آرام ميلاويږي، د زړه په والونو دباؤ كم پريوځي، دغسې د زړه د پاره وينه ټول بدن ته رَسَولو او وينه صفا كولو كښې ډير كم وخت لګي، دغه شان د زړه په قُوَّت كښې اضافه كيږي* د روژے د ټولو نه اَهم اثر په پوره بدن كښې د وينې په رګونو كيږي، بعضې وخت د ويني والونه اوچ شي يا كمزوري شي، د هغې په وجه وينه په رګونو كښې په آسانئ سره چلن نه شي کولے، چې كله مونږه روژه اونيسو او د پيشمني نه روژه ماتي پورې هيڅ خوراك څښاك نه كوو نو په وينه كښې موجود غذائي اجزاء پوره حل شي، دغه شان د وينې په والونو باندې وازګه او كوليسټرول وغيره نه نخښلي او د وينې نالئ د اوچيدو او كمزوريدو نه محفوظه كيږي * د روژے په حالت كښې پښتورګو ته هم د آرام پوره موقع ميلاويږي، دې سره د پښتورګو قُوَّت بحال كيږي * د روژے په حالت كښې كولـمو ته هم  آرام او طاقت ميلاويږي، زمونږ د كولـمو نه لاندې د مدافعتي نِطام بنيادي عُنصر وي، هغې ته د كولـمو جال وئيلے كيږي، د روژے په دوران كښې په معده او كولـمو كښې صحت مند لوند والے پيدا کيږي چې د هغې نه كولـمو ته نوي تازګي او طاقت حاصليږي، دغه شان د روژه دار خوراك هضم كوونكي نالئ د مرضونو نه محفوظه كيږي * د روژو او اوداسه شريك اثراتو