Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

ټول كَلِمه طَيِّبَه اولولئ، ټولو كَلِمه طَيِّبَه اولوستله، لږ ساعت پس ناڅاپه ګاډي يوه تيزه جټکه اوخوړله او ښكته جور ځائے ته غوزار شو، ټول خلق معمولي زخمي شو خو زما تره محمد رفيق عطاري سخت زخمي شو، د سخت تكليف باوُجود د هغه په ژبه كَلِمه طَيِّبَه جاري وه او قسمت ئې اوګورئ چې كَلِمه طَيِّبَه لوستلو لوستلو کښې د دُنيا نه رُخصَت شو.[1] 

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم.  يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيلو: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

كور ته  د تلو راتلو سُنَّتونه او آداب

     د آخري نبـي، محمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان عاليشان دے: ”څوک چې خپل كور ته داخل شي او سلام اوكړي نو الله پاك د هغه ضامِن دے (يعنې كه هغه ژوندے پاتې شي نو رزق به وركولے کيږي او كه وفات شي نو الله پاك به ئې جنَّت ته داخل كړي).[3]


 

 



[1]...حیرت انگیز حادثہ، صفحہ:25۔

[2]...جامع بیانِ عِلْم، بَابُ:عِلْم کے فضائل، جلد: 1صفحہ:201، حدیث:220۔

[3]...صحیح ابن حِبَّان، کتاب:البروالاحسان، صفحہ:250، حدیث:499۔