Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”د سحر لمَانځه د پاره رابيدارول“

     خوږو خوږو اسلامي ورونړو! د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي کښې شامل اوسئ او په 12 ديني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. په دې ديني كارونو كښې يو ديني كار ”د سحر لمَانځه د پاره رابيدارول“ هم دي. ياد لرئ! د سحر لمَانځه د پاره خلق رابيدارول د آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. دعوتِ اسلامي سره وابسته ډىر عاشقانِ رسول په دې مبارك سُنَّت باندې عمل كوي او سعادت حاصلوي. تاسو هم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې مباركو سُنَّتو باندې عمل اوكړئ! اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دين و دُنيا بيشميره نيكئ به در نصيب شي.     

د كَلِمه طَيِّبَه ذِكر ئې شروع كړو

   د ديپال پور (ضلع اوكاړه، پنجاب) د يو اسلامي ورو بيان دے: زما تره محمد رفيق عَطّاري د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته وو او د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ مريد وو، د سحر لمَانځه د پاره خلق رابيدارول د هغه معمول وو، سحر وختي به پاڅيدلو او د لرې لرې پورې به تللو او مسلمانان به ئې د سحر لمَانځه د پاره رابيدارول، د دې عادت په وجه په ټول ديپال پور كښې مشهور وو، يو ځل د فيصل آباد نه بيرته كور ته راروان وو، چې د ماسخُتن د لمَانځه وخت شو نو ګاډے ئې اودرولو، لمُونځ ئې ادا كړو او بيا په سفر روان شو، ګاډے په خپل رفتار سره روان وو، ناڅاپه زما تره محمد رفيق عطاري په اوچت آواز كَلِمه طَيِّبَه اولوستله او اوئې فرمائيل: