Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

   د غُصّے د علاج مُتَعَلِّق تفصيلي معلوماتو د پاره د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ رساله ”غُصّے كا علاج“ اولولئ.

(2) د ښو نيتونو كولو عادت جوړ كړئ...!

     د بُخارى شريف مشهور حديث دے، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دارومدار په نِيتونو باندې دے.[1]

     نِيَّت د زړه د ارادے نوم دے او په دې حديثِ پاك كښې د نِيَّت اهميت بيان شوے دے. كه مونږه په خپل ژوند كښې په دې حديثِ پاك باندې عمل اوكړو نو مونږ به د جذباتي فيصلو نه د ډيره حده پورې بچ اوسو!

    نِيَّت په اصل كښې يوه بيداري ده، كيدے شي چې زمونږ د ډىرو خلقو په ژوند كښې داسې ساعتونه راغلي وي چې په وړوكوالي كښې به كله مونږه د شپے لوبے كولو كولو يا سبق لوستلو لوستلو كښې اوده شو نو مور به د لاسه اونيولو، په كټ كښې به ئې كښينولو او يو ګلاس شوده به ئې راكړل او په ډيره مينه به ئې راته اووئيل: بچيه! اوده شوے ئې شوده [پـئ] دِ نه دي څښلي، دا شوده اوڅښه. مونږ به د مور آواز اوريدلو، پوهيدو به هُم پرې او د شودو ګلاس به مو په لاس كښې اونيولو او وبه مو څښلو، خو سحر به چې كله راپاڅيدو نو يو خوب شان به راته ښكاريدو چې مونږه د شپے شوده څښلي وو که نه. د ماهرينِ نفسياتو وينا ده چې په دې دُنيا كښې انسان ډىر كارونه د


 

 



[1]...بخاری، کتاب:بدءالوحی، باب:کیف کان بدءالوحی، صفحہ:65، حدیث:1۔