Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

پكار دي، جذبات هم د الله پاك غټ نِعمَت دے، په مونږه لازم دي چې مونږه د دې دُرُست استِعمال اوكړو.

د جذباتي کيدلو درې علاجه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ”جذباتي انداز اختيارول“ اکثر د غُصّے په صورت كښې پيښيږي. اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د غُصَّے علاج او په دې مُعامَله كښې محنت و مشقت برداشت كول (په ډيرو صورتونو كښې) فرض دي، ځكه چې اكثر خلق به د غُصّے په سبب دوزخ ته ځي.[1]

      د غُصّے نه علاوه هم د جذباتي کيدلو ډير صورتونه دي. دې نه د بچ كيدلو يو څو طريقے دي:

(1) د غُصَّے والا جذباتي انداز علاج

    كه د غُصّے په صورت كښې مو جذبات را اوچت شي نو په دې طريقو علاج كيدے شي مثلاً غُصَّه درشي: (1) اَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْم اولولئ (2) لَاحَوْلَ وَ لَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللّٰہِ اولولئ (3) چُپ شئ (4) اودس اوكړئ (5) پوزه كښې اوبه واچوئ (6) که ولاړ ئې نو كښينئ (7) که ناست ئې نو څملئ (8) په چا چې غُصَّه كيږئ، د هغه د مخې نه لرې شئ.[2]


 

 



[1]...کیمیائے سعادت، صفحہ:473۔

[2]...غصے کا علاج، صفحہ:31۔