Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

اختيارولو هغه خطرناك انداز دے چې د مرګ سبب ګرځي، ډير داسې نادانه عاشقان دي چې د عشقِ مجازي په چكر كښې په كفر کښې اخته شوي دي.

ګنده جذباتو كفر ته اورسولو

   علامه اِبنِ جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل كوي: د بنـي اسرائيلو يو كس وو، چې د سمندر په غاړه به ئې يواځې ځائے كښې د الله پاك عبادت كولو، د هغه معمول وو چې د ورځې به ئې روژه نيوله او ټوله شپه به ئې عبادت كولو، هغه درې سوه كاله پورې په تنهائې كښې عبادت اوکړو خو افسوس! بيا هغه د عشقِ مجازي په آفت كښې اخته شو او د جذباتو د لاسه مجبوره شو، دِينِ حق ئې پريښودو او د كفر كندې ته غوزار شو.[1]

    اے عاشِقانِ رسول! د عبرت مقام دے...! غور اوكړئ! عشقِ مجازي، چې عام طور د نفساني شَهوت سره تعلق لري، په دې آفت كښې اخته شوي يو عبادت ګزار خپل درې سوه كاله عبادت برباد كړو او كافِر شو. د دې نه اندازه اولګوئ! چې خپل جذبات په قابو كښې ساتل، د ژوند په هر ساعت كښې د سوچ او فِکر نه كار اخستل او د قرآن و سُنَّت مطابق شُعُوري فيصلے كول څومره ضروري دي.

په جذباتو كښې هيڅ كله هُم فيصلے مه كوئ!

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دلته يوه خبره ډير د غور او تَوَجُّه قابله ده، هغه دا چې په مونږ كښې موجوده جذبه د خپل ذات په لحاظ سره هيڅ كله نقصان دِه نه ده. آو! بعضې هغه جذبات كوم چې په قلاره قلاره د باطني مرضونو صورت اختياروي،


 

 



[1]...ذَمُّ الھَوی، صفحہ:347۔