Book Name:Naikiyan Chupaiy
دوه زره درهمه په خدمت كښې حاضر كړل. شيخ اَبُو عُثمان حِيرِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل مُريدِ كامِل په سخاوت ډير خوشحاله شو، چې خلقو ته د دې خبرې پته اولګيدله نو خلقو ئې هُم ډير صفت اوكړو. حضرت اسماعيل بِن نُجَيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې كله اوليدل چې زما نيك عمل ښكاره شو او خلق زما ستائنه كوي نو ډير خفه شو، هغوئي د خپل پير صاحب په خدمت كښې حاضر شو او د خلقو په مخكښې ئې عرض اوكړو: جناب! زما مال ما ته واپس راكړئ، زه ئې اوس د الله پاك په لاره كښې خرچ كول نه غواړم. پير صاحب ورته ټول درهمونه بيرته وركړل. خلقو چې دا عجيبه مُعامَله اوليدله نو هغوئي حضرت اسماعيل بِن نُجَيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته رد بَد وئيل شروع كړل (چې دا څنګه سړے دے، د الله پاك په لاره كښې وركړے شوے مال ئې بيرته واخستو). حضرت اسماعيل بِن نُجَيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خلقو د دې خبرو پرواه اونكړه او مال ئې كور ته راوړو. چې كله شپه شوه او حضرت عُثمان حِيرِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل يواځې ځائے ته تشريف يوړلو نو بیا دا مُريدِ كامِل حضرت اسماعيل بِن نُجَيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پير صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او هغه دوه زره درهمه ئې ورته پيش كړل او عرض ئې اوكړو: جناب! دا دوه زره درهمه دي، تاسو ئې چې په كوم ديني خدمت كښې خرچ كوئ، په پټه ئې خرچ كړئ، زما نوم چا ته مه ښكاره كوئ. حضرت عُثمان حِيرِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د خپل مُريدِ كامِل دا خبره واوريدله نو په سترګو كښې اوښكې راغلې او اوئې فرمائيل: اے اسماعيله! ستا هِمَّت ته سلام...! [1]