Book Name:Naikiyan Chupaiy
باوُجود به ئې ځان ګنهګار ګنړلو، د حضرت بَكر بِن عبدُ الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عام عادت مبارك وو چې كله به ئې يو بوډا كس اوليدلو نو فرمائيل به ئې: دا زما نه بهتر دے چې زما نه مخكښې ورته د الله پاك د عبادت سعادت حاصل شوے دے او چې كله به ئې يو ځوان اوليدلو نو فرمائيل به ئې: دا زما نه بهتر دے چې زما ګناهونه د ده نه ډير زيات دي.[1] حضرت محمد واسِع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كه د ګناهونو نه بدبوئي راتلے نو څوك به زما خوا ته نه شوے كښيناستلے. [2] حضرت سِرّي سَقطِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ په دې نِيَّت په آئينه كښې كتل چې چرته د ګناهونو په وجه زما مخ نه وي تور شوے. [3]
دا د الله والؤ مبارك انداز دے....! دا د هغه بُزُرګانو عاجزي ده، هغوئي نيك وو، شپې ورځې به ئې په عبادت كښې تيريدلې خو د دې باوُجود به ئې خپل ځان ګنهګار ګنړلو، كه مونږه هم د زړه نه خپل ځان ګنهګار اوګنړو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د نيكو ښكاره كولو د آفت نه به بچ شو، ظاهره خبره ده كوم كس چې خپل ځان هډو نيك نه ګنړي نو بيا د نيكئ ښكاره كولو هډو سوال نه پيدا كيږي. حضرت اسماعيل بِن نُجيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بنده تر هغه وخته پورې په بندګئ كښې كامِل نه شي كيدے تر څو پورې چې خپلې ټولې نيكئ رياكاري اُونه ګنړي.[4]
يعنې بنده نيكئ اوكړي خو هغه په نيكو كښې نه شميري بلكه په نيكو كښې چې د