Book Name:Deeni Talib-e-'Ilm Par Kharch Kijiye

بيرته ئے تشريف يوړلو. حضرت ابو رافِع رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د خاتُونِ جَنَّت رَضِیَ اللهُ عَنْهَا په خدمت كښے حاضر شولو نو ھغے رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ژړل، هغے چه د حُضُور نَبِـيِّ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بيرته تللو خبر وركړو نو حضرت ابو رافِع رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ په دربارِ رسالت كښے حاضر شو او د بيرته تللو د سبب تپوس ئے ترينه اوكړلو، خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد اوفرمائيلو: په دروازه باندے د موجودے پردے او د سپينو زرو د كړو [يعني بنګړو] په سبب زه بيرته راغلم. ( ابو داود، کتاب الترجل، باب ما جاء فی الانتفاع بالعاج،۴/ ۱۱۸، حدیث :۴۲۱۳، بتغیر)

    حضرت ابو رافِع رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ چه خاتُونِ جَنَّت رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ته دا خبر وركړو نو هغے هغه پرده اوشلوله او كړے [يعني هغه بنګړي] ئے د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ په لاس دربارِ رِسالت ته اوليږل او عرض ئے اوكړو: زه دا كړے صَدَقه كووم، تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئے چه كوم ځائے مناسِب ګنړئ هلته ئے اولګوئ. په غريبانو باندے مهربانه نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت بلال رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ ته اِرشاد اُوفرمائيلو: دا خرڅے كړه او په اَهلِ صُفَّه باندے ئے اولګوه، چنانچه هغوئي هغه دواړه كَړے په دوه نيم دِرهَمه خرڅے كړلے او په اَصحابِ صُفَّه باندے ئے صَدَقه كړے. د هغے نه پس خوږ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلے ګرانے لُور كره تشريف راوړلو او اِرشاد ئے اُوفرمائيلو: په تا زما مور و پلار قرُبان، تا ډير ښه اوكړل.  (سنن النسائی، کتاب الزینة، باب الکراھیة للنساء فی اظہار الحلی  والذھب  ،   ص۸۲۰،  حدیث:۵۱۵۰ ،بتغیر)    

      مُفَسِّرِ قرآن، حضرت مُفتي اَحمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چه كله په سفر تشريف وړلو نو مخكښے به ئے د كور ټولو كسانو نه رخصت اخستلو او آخره كښے به ئے د حضرتِ فاطِمه زَهرا رَضِیَ اللهُ عَنْهَا نه رخصت اخستلو او چه كله به ئے د