Book Name:Deeni Talib-e-'Ilm Par Kharch Kijiye

يو كس دوه څادرے اچولے په لوئِـي سره [یعنی په فخر] روان وو او په تَـكَـبُّر كښے وو، هغه په زمکه كښے خخ کړے شو، هغه به ترقيامته پورے مسلسل خخيږي. (صحيح   مسلم  ص1156 حديث2088) * حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به بعضے وخت كښے په روانه كښے د يو صحابي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ لاس په خپل لاس مبارك كښے اونيولو. (المعجم الکبير ج7 ص277 حديث  7132) * رَسُولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چه روان وو نو مخے طرف ته به لږ شان ټِيټ شوے تلَلو، لکه د لوَړے نه چه راکوزيږي. (الشَّمائل المحمّدية للترمِذى   ص 87  رقم118)  * که څه وجه نه وي نو د لارے په غاړه غاړه په درميانه رفتارسره ځئ، نه دومره تيز چه خلق ستاسو په تماشه شي چه دا چرته په منډه منډه روان دے! او نه دومره په قلاره چه خلق مو بيمار اوګنړي. * په لاره تللو كښے پريشان نظري (يعني بے حاجته اخوا ديخوا کتل) سُنَّت نه دي، نظر ښکته ساتئ او په وقار [يعني احترام] سره ځئ. * د چا د کور بالکوني  [ګيلرئ]  يا کړکئ طرف ته بے ضرورته کتل مناسِب نه دي. * په تلَلو يا په پوړو ختلو کوزيدلو كښے د پيزار اواز پيدا كيدل نه دي پكار، زمونږه خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د پيزار ”درب“ خوښ نه وو. * كه په لاره كښے دوه زنانه ولاړے وي يا روانے وي نو د هغوئي په مينځ كښے مه تيريږئ ځکه چه په حديثِ پاك كښے د دے منع راغلـي ده. (ابوداؤد   ج  4 ص 470  حديث  5273) * بعضے خلق چه په لار روان وي نو د هغوئي عادت وي چه کوم شے هم مخے له ورځي هغه په لتو وهي، دا قطعاً غير اخلاقي طريقه ده، په دے كښے د ښپو د زخمي کيدو هم خطره وي، او اخبارونه يا د ليك والا ډبي، پيکټے او د مِنرل واټر خالي بوتلے وغيره په