Book Name:Walidain-e-Mustafa

د خوشبو سنتونه او آداب

      خوږو اسلامي ورونړو! راځئ چې د خوشبو د سُنَّتو او آدابو په باره کښې د اوريدلو سعادت حاصل کړو: مخکښې يو فرمانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملاحظه کړئ: څلور څيزونه د انبياء په سنتونو کښې داخل دي: نکاح، مسواک، حيا او خوشبو لګول.([1]) * حضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خوشبو تحفه نه واپس کوله.([2]) * د جُمُعے لمُونځ د پاره خوشبو لګول مستحب دي.([3]) * په لمُونځ کښې د رب کريم نه مُناجات کيږي د دې د پاره زينت کول عطر لګول مستحب دي([4]) * نبي کريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه ښه خوشبو لګوله او نورو خلقو ته به ئې هم د دې ترغيب ورکولو([5]) * ناخوشګواره يعني بد بوئي به نبي کريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نۀ خوښوله.([6]) * نارينؤ له په خپل لباس باندې داسې خوشبو لګول پکار دي چې د هغې خوشبو خوريږي خو د رنګ وغيره داغ ئې نه ښکاري. ([7]) * د زنانؤ د پاره د خوشبو ممانعت په هغه صورت کښې دے چې هغه خوشبو  پردو نارينؤ ته اورسي، که هغه په کور کښې عطر اولګوي او د هغې خوشبو خاوند يا اولاد، مور پلار ته رسيږي نو څه حرج نشه.([8]) * اسلامي


 

 



[1]... مشکاۃالمصابیح، کتاب الطہارۃ، باب السواک،۱/۸۸، حدیث:۳۸۲

[2]... سنتیں اور آداب ص۸۵

[3]... بہار شریعت ۱/۷۷۴،حصہ ۴ملخصاً

[4]... نیکی کی دعوت، ص۲۰۷

[5]... سنتیں اور آداب ص۸۳

[6]... سنتیں اور آداب ص۸۳

[7]... سنتیں اور آداب ص۸۵

[8]... سنتیں اور آداب ص۸۵