Book Name:Walidain-e-Mustafa

نور و ہُدیٰ تم میں پِنْہاں آمنہ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د جاهليت په زمانه کښې هم د پردے اهتمام

      امام جلال الدين سيوطي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه کوم چې صرف نامور مصنف، بلند پايه مفسر، محدث، فقيه، شاعر، مؤرخ، او ماهرِ لُغت کيدو سره سره د خپلې زمانے مجدّد او ډير لوئے عاشق رسول هم وو. د دې اندازه د دې خبرې نه هُم لګيدے شي چې هغوئي ته پينځه اويا ځله د بيدارئ په حالت کښې د خوږ او مدني آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شوے دے. او  هغوئي يو داسې تفسير ليکلے دے چې په هغې کښې ئې د لسو زرو نه زيات احاديثِ مبارکه نقل کړي دي د هغوئي د کتابونو تعداد د دوو سوو نه زيات دے او د والدينِ مصطفٰي په ايمان باندې ئې شپږ رسالے تصنيف کړي دي هغوئي فرمائي: حضرت سيّده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا پاک دامنه، پرده داره، او په کور دننه ژوند تيروونکي او د سړو سره د تعلق لرلو نه پرهيز کوونکي  زنانه وه.([2])

بےپردګي کول د  بے وقوفو خلقو کار دے

      خوږو اسلامي ورونړو! د اسلام نه مخکښې دور کښې کله چې صرف بے پردګي نه بلکه فحاشي هم عامه وه، د هغې زمانے متعلق الله پاک ارشاد فرمائي:

وَ لَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ الْاُوْلٰى  ٢٢، الاحزاب: ٣٣)

ترجمه کنزالايمان: او بے پرده مه اوسيږئ لکه څنګه چې مخکښې د جاهليت بے پردګي وه.


 

 



[1]...رسائل نعیمیہ، دیوان سالِک، ص۳۲بتقدم وتاخر۔

[2]...رسائل امام جلال الدين، مسالك الحنفا...الخ، المسلك الاول، ص١٧.۔