Book Name:Walidain-e-Mustafa

د انسان په قدر و قيمت کښې زياتوالے

خوږو اسلامي ورونړو! د خاندانِ مصطفٰي شان اوګورئ چې د الله پاک په بارګاه کښې د خپلې خبرې پوره کولو جذبه او په هغې کښې د کموالي ئې داسې ویره لرله چې په يو ځل قُرعه باندې ئې خبره ختمه نه کړه او خپل مال ته ئې اُونه کتل بلکه د الله پاک په بارګاه کښې کړې مَنښته باندې ئې نظر وو او درې ځله ئې قرعه واچوله او زړه ئې مطمئن کړو او بيا ئې سل اوښان ذبح کړل د الله پاک په بارګاه کښې دا عمل دومره خوښ کړے شو چې په اُمتِ محمّديه کښې د انسان دِيَت (د قتل فديه) دا مقرره شوه.  لکه څنګه چې

حضرت ابن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا فرمائي: په عربو کښې دِيَت لس اوښان وو، د ټولو نه اول حضرت عبدالمُطلب سل اوښان ذبح کړل، د دې نه پس دا طريقه رائج شوه، رسول الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  هم دا برقراره اوساتله.

ځه! مونږ ته د الله په لار کښې وقف کړې...!!!

      یاد ساتئ! په مونږ کښې د چا د پاره هم جائز نه دي چې هغه خپل اولاد ذبح کړي او د الله په لار کښې د هغه قرباني ورکړي. بالفرض که چا څه خوب هم اوليدو نو د امتي د خوب هيڅ شرعي حيثيت  نشته چې په هغې باندې عمل کول واجب وي.

اے عاشقانِ رسول! تاسو د حضرت عبدالمُطلب او حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا د قربانئ جذبه اوليده. کاش! چې زمونږ په زړونو کښې هم د الله پاک او د رسول الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مينه داسې راسِخه شي چې ځان و مال، آل و اولاد، وخت، دولت څه هم د الله پاک په لار کښې قربانولو نه بالکل نه وروستو کيږو.

اے عاشقان صحابه! خپل اولاد وقفِ مدينه کړئ، په جامِعَةُ الْمدِينه کښې ئې داخل کړئ، هغوئي لمونځ ګزاره، پرهيزګار، د سنتو پابند، کلک دينداره، مبلغِ دعوتِ اسلامي، د