Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

په رضا او خوشحالئ به ئې خوړل * خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هيڅ کله هُم په طعام کښې عيب نه دے راوِيستلے * خوږ نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کله هُم د خوندرو او بهترينو طعامونو خواهش نه دے کړے۔ * رسولِ اَکرَم، نورِ مجسم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مال و دولت خواهش نه لرلو۔

کل جہاں مِلک اور جو کی روٹی غذا                              اس شکم کی قناعت پہ لاکھوں سلام([1])

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په سُنَّتِ مُصطَفىٰ عمل اوکړئ، قناعت اختیار کړئ۔ * قناعت د ایمان کمال او د اسلام حُسن دے۔ * قناعت کوونکے ځان د دُنیا نه ساتي او د آخرت په لاره چليږي۔ * قناعت کوونکے د اللہ پاک محبوب دے۔ * قناعت کوونکي سره خلق هُم مَحبَّت کوي۔[2] * امام شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: قناعت د مالدارئ اَصل دے۔[3]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

)1( د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ


 

 



[1]...حدائق بخشش، صفحہ:304۔

[2]... نضرۃ النعیم، جلد:8، صفحہ:3175۔

[3]...دیوانِ امام شافعی، قافیہ: کاف، صفحہ:133۔