Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

كريم كښې ربِّ كريم په مختلفو مقاماتو كښې د مختلفو الفاظو په ذريعه د خپل حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  صفتونه بيان كړي دي، چنانچه

     * په سُوْرَةُ الفَتْح آيت نمبر  29 كښې خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ”مُحَمَّدٌ  رَّسُولُ اللّٰہ وئيلے شوي دي، * په سورۀ آلِ عمرٰن آيت نمبر 33 كښې هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ”مصطفٰى“ وئىلے شوے دے، * په سورۀ آلِ عمرٰن آيت نمبر 179 كښې ورته مُجتبٰىوئىلے شوے دے، * په سورۀ جِن آيت نمبر 15 كښې هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ”مرتضٰى“ په لقب ياد شوے دے، * په سورۀ بنـى اسرائيل آيت نمبر 1 كښې ورته ”عَبدِ كامل“وئيلے شوے دے * سورۀ مائده آيت نمبر  15  كښې هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ”نُور“ وئيلے شوے دے. *  په سورۀ نِسآء آيت نمبر 174 كښې ورته ”بُرهان“سورۀ اَحزاب آيت نمبر 45 كښې ورته ”حاضر و ناظر“، سراج منير اودَاعِیًا اِلَى اللّٰهِ (يعني الله طرف ته رابللو والا) وئيلے شوے دے. * په سورۀ يٰسين آيت نمبر 1 كښې هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يٰس وئيلے شوے دے. * سورۀ طٰهٰ آيت نمبر 1 كښې ورته طٰهٰ وئيلے شوے دے. * سورۀ بقره آيت نمبر ١١٩ كښې ورته بشير (يعني زيرے وروكوونكے) او نذير (ويره اوروونكے) وئيلے شوے دے، * سورۀ مُزَّمِّل آيت نمبر 1 كښې هغوئي ته مُزَّمِّل * په سُوْرَۀ مُدَّثِّر آيت نمبر 1 كښې ورته مُدَّثِّر فرمائىلے دے * سورۀ الِ عمرٰن آيت نمبر 164 كښې الله پاك هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مؤمنانو باندې ”احسان“ قرار كړے دے. * په سورۀ انبياء آيت نمبر 107 كښې ئې