Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

فضيلتونه به ختم نه شي. ياد ساتئ چې دُرُود شريف يو داسې عمل دے چې دا عمل پخپله الله رَبُّ الْعِزَّت جَلَّ شَانہٗ هُم كوي، چنانچه قرآنِ كريم، دوه ويشتمه سيپاره آيت نمبر ۵۶ كښې الله تَبارَكَ وَ تَعَالٰى اِرشاد فرمائي:

اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىٕكَتَهٗ یُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِیِّؕ-یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا(۵۶)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : بيشكه الله او د هغه فرښتے دُرُود ليږي په هغه عيب ښودونكي (نبي) باندې، اے ايمان والؤ په هغوئي دُرُود او ډير سلام اوليږئ.

       اے عاشقانِ رَسُول! معلومه شوه چې * الله پاك او د هغه فرښتے په نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود ليږي. * دا آيتِ مباركه د حُضُور سَيِّدُ الْمُرسَلِين، خَاتَمُ النَّبِيّين، جنابِ رَحمةٌ لِّلعٰلمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صَريح [يعني واضحه] نعت دے * په دې آيت كښې مسلمانانو ته په خپل خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د دُرُود و سلام وئيلو حُكم وركړے شوے دے * دا هُم معلومه شوه چې صرف په خوږ نبي آخرُ الزَّمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود ليږل هغه عمل دے چې الله پاك ئې هم كوي او فرښتے ئې هُم كوي او مومنانو ته هُم د هغې حُكم وركړے شوے دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

      مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ