Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول كښې د خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان و عظمت بيانيږي، اَلْحَمْدُ لِلّٰه په دې ماحول كښې د خلقو په زړونو كښې محبتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيدا كيږي. تاسو هم پخپلو زړونو كښې د محبتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شمع روښانه كولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول كښې شامل شئ او د ذِيلي حلقے په دولسو ديني کارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ.

      ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو ديني کارونو كښې يو د روزانه ديني کار ”چوك درس“ هم دے. د دې ديني کار بيشميره فائدے دي، مثلاً * چوك درس“ مسلمانان د بدو (كارونو) نه د بچ كولو ذريعه ده، * چوك درس بيلمانځه لمُونځ ګزاره جوړوي، * چوك درس“جمات ته نه راتلونكي جمات ته نِزدے كوي، * د ”چوك درس“ په بركت د نيكو رَغبَت پيدا كيږي، * د ”چوك درس“ په بركت په علاقه كښې ديني کارونه ترقي كوي. * چوك درس“ د لمُونځو د پابندئ  د سوچ وركولو نه علاوه د عِلمِ دين د ډيرو خبرو زده كولو ذريعه ده. راځئ چې د ترغيب د پاره د چوك درس يو مدني سپرلے واورو، چنانچه

د چوك درس په بركت زما اصلاح اوشوه

     د لائنز ايريا (كراچي) په يوه كوڅه كښې ولاړ د دعوتِ اسلامي يو