Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

نصيب کيږي څوک چې د الله د لارې په مسافرو باندې اوبه څښي۔                 (ماہنامہ فیضانِ مدینہ صفرالمظفر ۱۴۴۱ھ، ص۲۱ ملخصاً و ماخوذاً)

ٹھنڈا ٹھنڈا میٹھا میٹھا                                   پیتے ہم ہیں پِلاتے یہ ہیں

(الاستمداد، ص۷)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ستا د نوراني مخ قَسم

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه په قرآنِ پاك كښې بيان شوو د نبـي اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تعريف او اوصافو په باره كښې بيان اوريدلو، الله پاك په خپل پاك كلام كښې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په قِسم قِسم صفتونه بيان كړي دي. بعضې ځائے كښې په ډيرو آيتونو كښې د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت موجود دے او بعضې ځائے كښې پوره پوره سورت د محبوب اوصاف بيانوي، بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د قدمونو سره د لګيدلي خاورې قسم بيان كړے دے نو بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د ښار قسم بيان كړے دے. بعضې ځائے كښې ئې د محبوب سره نسبت لرونكو څيزونو عظمت او اوچتوالے بيان كړے دے. بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د مبارك مخ قسم بيان كړے دے، بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د لمُونځونو قسم بيان كړے دے نو بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د شپے په تِياره كښې عبادت كول بيان كړي دي. الغرض پوره كلامِ اِلٰهي د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  نعت دے.