Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

ټول قرآن پاك د حُضُور اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  نعت او شان بيانوي. چنانچه

     الله پاك په سيپاره ٣٠ سورۀ كوثر آيت نمبر١ كښې داسې ارشاد فرمائي:

اِنَّاۤ اَعْطَیْنٰكَ الْكَوْثَرَؕ(۱)   (پ۳۰، الکوثر:۱)                                                   

مفهوم تَرجَمَۂ کنزُ الایمان: اے محبوب بيشکه مونږه تا ته بيشُميره صفتونه دركړي دي.

     حضرت عَلَّامه مولانا مفتی محمد نعیمُ الدِّین مُـراد آبادی رحمَةُ اللّٰهُ تعالٰى  عَلَيه د دې آیت کریمه لاندې فرمائي: (اے محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! بيشکه مونږه تا ته بيشميره صفتونه دركړي دي) او ډير فضائل مو دركړي دي، په ټول مخلوق كښې مو افضل جوړ كړے ئې، ظاهري حُسن مو هُم در كړے دے، باطني حُسن مو هم (دركړے دے)، اعلىٰ نسب مو هم در كړے دے او د نُبُـوَّت اعلٰى مرتبه هم، د حوضِ كوثر (په شان عظيم نعمت) مو هم (در كړے دے او) مقامِ مَـحمود هم، ډير زيات اُمَّت هم (ستاسو حصه ده او) په دښمنانِ اسلام باندې غلبه مو هم (تاسو ته عطا كړي ده)، كثرت سره فتوحات هم (ستاسو لپاره دي) او بيشميره نعمتونه او فضيلتونه (مو تاسو ته داسې عطا كړي دي) چې د هغې حد نشته.  (خزائن العرفان،ص:۱۱۲۲،ملخصاً)

      اعلٰى حضرت امامِ اَهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل نعتيه كلام كښې هم دې خبرې ته اشاره كوي، فرمائي:

رب ہے مُعطِی یہ ہیں قاسِم              رزق اس کا ہے کھلاتے یہ ہیں

اِنَّا اَعۡطَیۡنٰکَ الْکَوْثَر                                                                                       ساری کثرت پاتے یہ ہیں

(حدائش بخشش،ص ۴۸۲)