Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

      مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د دې آيتِ کريمه لاندې کوم نکات بيان کړي دي، راځئ چې د هغې نه څه واورو:

(1) د دې واقعے نه معلوميږي چې ټول خلق د قانون پابند وي او قانون د محبوب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوښې مُنتظر دے۔

(2) کعبے ته چې کوم عزت ملاو شو چې ټول اولياء، غوث و قُطب دِ د هغې په لوري څټونه ښکته کوي دا د محبوب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر ملاو شو، د هغوئي خوښې کعبه تر قيامته پورې قِبله جوړه کړه۔      (شان حبيبُ الرّحمان، ص ۴۲)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ټول كثرت هغوئي  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته وركړے شوے دے

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! كه قرانِ كريم د اِيمان په نظر اوكتلے شي نو په دې كښې ځائے په ځائے د سرورِ كائنات صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعتونه ښكاري، كه قرانِ كريم د محبتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نظر اوكتلے شي نو د دې په هر هر حَـرف كښې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعريف دے، كه قرانِ كريم د اِطاعتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نظر اوكتلے شي نو ځائے په ځائے پكښې د رسولِ اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان و عظمت ښكاري، الغرض كه د الله پاك حَمْد و ثناء وي يا د عقائدو آيتونه، كه د تيرو انبياؤ عَـلَـيْهِمُ الصَّلوةُ  وَالسَّلَام واقعات وي او كه د هغوئي د اُمَّتونو احوال، د قرآنِ كريم هره يوه موضوع كښې د محبوبِ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوصاف موجود دي. الغرض!