Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

د حُکم مُتَعَلِّق هيڅ قِسم رکاوټ محسوس نه کړي او د زړه نه ئې تسليم کړي۔

(5) د دې نه دا هُم معلومه شوه چې د اسلامي احکامو منل فرض دي او د دې نه منل کُفر دے، د دې نه علاوه په دې اعتراض کول، او په دې پورې ټوقې کول کُـفر دے۔ (از تفسیرِ صراط الجنان، ۲/۲۳۹و ۲۴۰)

میں تو مالِک ہی کہوں گا کہ ہو مالک کے حبیب                                                                                          یعنی محبوب و مُحِبّ میں نہیں میرا تیرا

(حدائقِ بخشش،ص۱۶)

مختصر وضاحت: یعنی ولے چې زمونږه آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو جهانونو د خالق او مالِک حبیب دے، نو دغسې خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول جهان مالِک شولو۔ ځکه چې د مُحِب هر څيز د محبوب وي۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

الله پاک د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا غواړي

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې یوہ بله واقعه د آیتِ کریمه، شانِ نُزُول او تفسیري نکاتو سرہ واورو:

      چنانچه تفسير صِراطُ الْجِنان کښې دي چې کله حضورِ اقدس صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مدينے مُنَوَّرے ته تشريف راوړلو نو هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د لـمانځه د پاره د بيتُ المُقَدَّس طرف ته د مخ کولو حُکم ورکړے شو او نبي کريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک د حُکم پيروي اوکړه او هُم هغه طرف ته ئې لـمونځونه ادا کول شروع کړل۔ البته د حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زړه مبارک خواهش دا وو چې خانۀ کعبه د مسلمانانو قبله جوړه شي۔ چنانچه