Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

يادولو، ياد ساتلو او نورو ته رَسَوَلو كښې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه انداز څنګه وو؟ (3) او دريم صورت دا چې د حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حديثونو باندې د عمل کولو د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه انداز څنګه وو؟

     راځئ چې دا درې واړه صورته په نظر کښې ساتلو سره د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سِيرتِ پاک واورو:

(1) په عِلمِ حديث كښې علمـي او فَنِّـي مهارت

   هغه عُلمائے كرام كومو چې باقاعده عِلمِ حديث زده كړو، په احاديثو باندې ئې ځان پوهه كړو او په دې كښې ئې مهارت حاصل كړو، د هغه عُلمائے كرامو مختلفې طبقے او درجے دي، چا ته مُحَدِّث وائي، چا ته حافِظُ الحَدِيث وائي، چا ته حُجَّت وائي، څوك شَيخُ الحديث وي. دغه شان د حديثِ پاك د عُلمائے كرامو يوه درجه ده: اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن فِی الْحَدِیث. د عِلمِ حديث هغه عالِم چې د خپلې زمانے ټولو عُلمائے كرامو كښې د ټولو نه زيات ماهِر وي هغه ته اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن فِی الْحَدِیث وئيل كيږي. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! څنګه چې اعلٰى حضرت اِمامِ اهلِسُنَّت، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپله زمانه كښې د ټولو نه غټ مفتـي، مُفَسِّر او د اوچتې درجے صوفـي دے، د اعلٰى درجے سائنس دان او زبردست رياضي دان دے، دغه شان د علمِ حديث په مُعامَله كښې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن فِی الْحَدِیث هُم دے.

د مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمان

     د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دور مُبارك يو لوئي مُحَدِّث عَلَّامه مُحَدِّث وَصِـي اَحمد سُورتِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے. دا د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوست هم وو، وَصِـي اَحمَد سُورتِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 40 كالو پورې د حديثِ پاك خدمت كړے دے او د حديثِ پاك د