Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

   څومره علمي، شوق والا، د عشقِ رسول نه ډك ماحول به وو چې درسِ حديث وركولو والا اعلٰى حضرت اِمامِ اهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے او درس اوريدونكے څوك دے؟ ماهر عالِمِ دِين مُفتـی محمد اَمجَد علی اَعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د هغوئي نور ملګري. د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادتِ كريمه  وو چې د درسِ حديث وركولو په موقع به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بل يو طرف ته هم تَوجُّه نه وركوله، په ډيره تَوجُّه سره، په اوداسه كښې به با آدابه كښيناستلو، د حديثِ پاك د اَهَمِّيَّت د لحاظ ساتلو سره به ئې په ډير شوق سره د حديثِ پاك درس وركولو. د مُفتـی محمد اَمجَد علی اَعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان دے: نن چې (مونږه داعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه    نه درسِ حديث اخستلو نو يوه عجيبه واقعه اوشوه: هغه دا چې) اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خلافِ عادت د درسِ حديث په دوران كښې د خپل مَسنَد نه پاڅيدلو او چرته ئې تشريف يوړلو، 15 منټه پس ئې بيرته تشريف راوړو نو په مخ مبارک ئې د پريشانئ آثار ښكاريدل، داسې معلوميده چې په جور سوچ كښې ډوب دے. نوره د حيرانتيا خبره دا وه چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لاس مبارك او لِستونړي په اوبو لامده وو، ما (يعنې مُفتـی محمد اَمجَد علی اَعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) ته ئې اوفرمائيل: بله وچه كُرته راوړه!

     صَدْرُ الشَّرِیْعَہ  مُفتـی محمد اَمجَد علی اَعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله حيران وو چې آخر څه واقعه شوي ده؟ خو ظاهره ده اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د صَدْرُ الشَّرِیْعَہ اُستاذ هم دے، پير صاحب ئې هم دے، صَدْرُ الشَّرِیْعَہ  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير ادب كولو، په دې وجه ئې ترينه تپوس نه شو كولے. بهرحال هغوئي زر لاړلو ، وچه كُرته ئې راوړه، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كرته واغوستله او بيا ئې درسِ حديثِ وركول شروع كړو.

     صَدْرُ الشَّرِیْعَہ  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا عجيبه خبره ما په زړه كښې اوساتله، ما هغه ورځ، تاريخ او وخت اوليكلو. د دې واقعے نه 11 ورځې پس څه خلقو تحفے راخستي وے او حاضر شو، څه ساعت په خدمت کښې د اوسيدلو نه پس چې هغه خلق بيرته تلل، نو