Book Name:Ala Hazrat Aur Ilm-e-Hadees

اوكړو: جناب! آيا اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په عِلمِ حديث كښې ستاسو برابر دے؟ مُحَدِّث وَصِـي اَحمَد سُورتـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: هيڅ كله نه. بيا ئې اوفرمائيل: عزيزم! تاسو په څه پوهه شوئ چې زما د هيڅ كله څه مطلب دے؟ واورئ! اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن فِی الْحَدِیث دے. كه زه په كلونو د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه علمِ حديث حاصل كړم، د هغوئي شاګردي اختيار كړم نو بيا هم زه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قدمونو برابري ته نه شم رسيدے. [1]

تو محدث تو محقق تو مجدد لا جواب                                                                                                     اہلسنت کی اماں اے کُشْتَۂِ عِشْقِ رسول

   وضاحت: اے اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه! اے د اوچتې مرتبے عاشقِ رسول! تاسو مُحَدِّث هم ئې، مُحَقِّق هم ئې، تاسو لاجوابه مُجَدِّد هم ئې، او ستاسو په در كښې اهلِسُنَّت ته پناه نصيب شوي ده.

د ماهِرين علمِ حديث د پاره د سَنَد اِجازت

    د عِلمِ حديث يوه قاعده ده چې مُحَدِّثِينِ كرام خپلو شاګردانو ته يا چا ته چې احاديث بيان کړي، هغوئي ته د سَنَدِ حديث اجازت وركوي او دا اُصول دے چې چا ته دا اِجازت حاصل نه وي، هغه هاغه حديثِ پاك د خپل سند نه نه شي بيانولے. دا د يو اُصول خبره ده او د دې اُصول تفصيلات دي، چې په دې صرف عُلمائے كرام پوهيږي.

     د دويم حج په موقع باندې چې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كله مكے مكرمے ته حاضر شو نو تاسو ته معلومه ده چې د حج په موقع د دُنيا د ګوَټ ګوَټ نه مسلمانان راځي، د عُلمائے كرامو هُم يوه لويه اجتماع وي. چې كله اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حج


 

 



[1]...ماہنامہ المیزان بمبئی، صفحہ:247۔