Share this link via
Personality Websites!
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰى دي
فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: بريت كټ كړئ، ګيرې غټې كړئ، د مجوسيانو مُخالَفَت اوكړئ! ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ګيره پريښودل سُنَّتِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي بلكه سُنَّتِ انبياء دي * زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مباركه به هميشه د يو موټي په مقدار وه * كه د يو موټي نه به زياته شوه نو كموله به ئې * د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مباركه په پلن والي کښې داسې وه چې سينه مباركه به ترينه ډکه وه. ([2]) * زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ګيره خرئيل او بريت غټول سخت ناخوښه ګنړل* په بهارِ شريعت كښې دي: ګيره خرئيل يا د يو موټي نه كمول حرام دي. ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami