Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

خلقو اسلام قبول كړو، خلقو به په حضرت نُوح عَلَيْهِ السَّلام باندې ظُلم كولو، په هغوئي پورې به ئې خندا کوله او هغوئي ته به ئې مَعاذَ الله! ډير تكليفونه ورکول. * [چې کله] حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د حق آواز اوچت كړو، خلقو ته ئې د جنت لاره اوښودله نو نمرود او د هغه قوم حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام مَعاذَ الله! لـمبے وهونكي اور ته د اچولو ناپاكه عمل اوكړو. * څومره انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام خو مَعاذَ الله! سركشه كافرانو شهيدان كړي هم دي.

    غرض دا چې په انساني تاريخ كښې دا يو انتهائي بد اړخ دے چې انسان د خپل ځان ښه ګنړلو په آفت کښې اخته كيږي، انسان د غرور و تكبر په نشه كښې بے قابُو شي، د الله پاك نافرماني كوي، ضد كوي او ډير ځله د دې غرور او تكبر په وجه د ذِلت داسې جورې كندې ته غوزار شي چې بيا د سر پورته کولو هِمَّت نه شي کولے. فرعون هم داسې وو، هغه هم د خپل ځان ښه ګنړلو په آفت کښې اخته شوے وو، هغه هم د غرور او تكبر په نشه كښې مست وو، حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام هغه ته د حق دعوت وركولو، د جنت لاره ئې ورته ښودله او هغه د تخت، بادشاهئ او طاقت په نشه كښې وو، د حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام خلاف ئې سازشونه كول، هغه د دلائلو په ذريعه خو د حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام مُقابَله نه شوه كولے، نو چې كله حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام د خپل نبـي كيدلو دلائل وركړل، معجزے ئې ورته اوښودلې نو فرعون اووئيل: دا جادو دے. فرعون جادوګر راجمع كړل، مُقابَله ئې شروع كړه، جادوګرو خپلې رسئ واچولې نو د ټولو رسو نه ماران جوړ شو، حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام چې كله د هغوئي په مُقابَله كښې خپله عصا (همسا) مباركه په ميدان كښې واچوله نو د هغې نه غټ ښامار جوړ شو او د جادوګرو ټولې