Book Name:Aqal Mand Mubaligh

  نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول كښې اوس ”مدني انعاماتو“ ته”نيك اعمال“ وائي.

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم.  يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: مَنْ تَمَسَّكَ بِسُنَّتِيْ عِنْدَ فَسَادِ اُمَّتِيْ فَلَهُ اَجْرُ مِائَةِ شَهِيْدٍ يعني د اُمَّت د فساد په وخت کښې چې څوک زما په سُنَّتو مضبوطئ سره عمل کوي هغه ته به د سلو شهيدانو ثواب عطا کيږي. ([1]) 

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                   جنت میں  پڑوسی مجھے  تم  اپنا  بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا              جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

په ”كور والؤ خرچ كول“ سُنَّتِ مصطفٰى دي

     دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) په ورځ د قيامت به په تله د عمل کښی د ټولو نه اوَّل د بنده په خپل كور والؤ خرچ شوے مال كيښودے شي. ([2]) (2) څوك چې د ثواب په نيت په خپل اهل و عيال باندې خرچ اوكړي نو هغه د ده د پاره صدقه ده. ([3])

     اے عاشقانِ رسول!  د كور په خلقو خرچ كول سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي. * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په خپل كور


 

 



[1]...زُہد کبیر، صفحہ:118، حدیث207۔

[2]...معجم الاوسط ،جلد:4، صفحہ: 329، حدیث: 6135۔

[3]...مسلم ،کتا ب :الزکاۃ، صفحہ:502، حدیث:1002۔