Book Name:Aqal Mand Mubaligh

دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار :”نيك اعمال“

    اے عاشقانِ رسول! د نيك جوړيدلو او د نيكئ دعوت عام كولو د پاره تاسو هم د عاشقانِ رَسُول دينی تحریك دعوتِ اسلامی ديني ماحول سره وابسته شئ، او د ذيلي حلقے دولسو ديني كارونو كښې د زړه په اخلاص سره حصه واخلئ. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دِين او دُنيا بيشميره نيكئ به حاصل كړئ.

     د دعوتِ اسلامی 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار: 72 نيك اعمال دي. دا د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ له طرفه عطا شوي مختصره رساله ده، په دې كښې په نيكو كارونو باندې مشتمل 72 سوالونه وركړے شوي دي، د هر سُوال لاندې خانے دي، د خپلې هرې ورځې اعمالو باندې د غور و فِكر كولو په ذريعه دغه خانے ډكول وي. 72 نيك اعمال د نيك جوړيدلو يوه قيمتي نُسخه ده

زما ورور پينځه وخته لمُونځ ګزاره جوړ شو

    د كراچئ د يو اسلامي ورور بيان دے:چې زمونږ د جمات امام صاحب كوم چې د دعوتِ اسلامي د ماحول سره تعلق لري، هغوئي يوه ورځ زما مشر ورور ته د نيك اعمالو رساله په تحفه كښې وركړه، هغوئي [رساله]  كور ته راوړوه، او چې اوئې لوستله  نو حيران پاتې شو ځکه چې په دې مختصر رساله كښې يو مسلمان ته د اسلامي ژوند تيرولو ډيره زبردسته فارمولا وركړے شوي ده. د نيك اعمالو رساله ميلاويدلو په بركت هغوئي ته د لمُونځ جذبه نصيب شوه او د جَمعې لمُونځ ادا كولو د پاره جمات ته حاضر شو او اوس پينځه وخته لمُونځ ګزاره جوړ شوے دے، مخ ئې هم په ګيره مباركه ښائسته كړے دے او د نيك اعمالو رساله كښې خانے هم ډكوي.

مدنی اِنعامات کے عامِل پہ ہر دم ہر گھڑی                 یا اِلٰہی! خوب برسا رحمتوں کی تُو جھڑی