Book Name:Aqal Mand Mubaligh

داسې ځان پوهه كړئ چې د ”موقعے په مُناسَبَت په وخت صحيح فيصله كولو ته حکمتِ عملی  وائي“.

    ياد لرئ! په يو كار كښې د كاميابيدو د پاره بنيادي طور دوه څيزونه ضروري دي: (1) د هغه كار كولو صلاحيت. (2) حكمَتِ عمَلي. د نوي تحقيق مطابق په څه  كار كښې د كاميابيدو د پاره يوه فارمولا جوړه ده:

Success                                                                  =                       Strategy: 80%            +                 Skills: 20%

    يعنې چې د يو كار كولو صلاحيت: 20 فيصده او حكمَتِ عمَلي: 80 فيصد وي نو نتيجه به كاميابي را اوځي. مقصد دا چې په يو كار كښې د كاميابيدو د پاره صِرف ماهر كيدل كافي نه دي بلکه حِكمتِ عَمَلي هم سخته ضروري ده ځکه چې د دې نه بغير كاميابي حاصليدل ډىر مشكل دي.

    د دعوتِ اسلامي په كاميابئ كښې هم اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! غټ كردار د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د حكمَتِ عملئ دے. اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ چې د كله نه  دعوتِ اسلامي شروع كړے دے ، د هغه وخت نه تر اوسه پورې هغوئي په سوچ و فِكر سره، د مشورو په ذريعه د موقعے مطابق  په وخت صحيح فيصلے كړي دي، بيا به د ټولو په مشوره چې كومه فيصله اوشوه، په هغې به ئې عمل شروع كړو، د هغې په نتيجه كښې د هغوئي لګولے شوے بوټے (يعنې دعوتِ اسلامي) د وخت سره سره غټیدو او اوس د يوے غټې اوچتې وَنې په صورت كښې د دُنيا په وړاندې دے.

دعوتِ اسلامي او د خدمتِ دِين شعبے 

     تاسو لږ غور اوكړئ! * په 1981ء كښې د دعوتِ اسلامي شروع اوشوه، د دعوتِ