Book Name:Aqal Mand Mubaligh

ته به د نيكئ د دعوت انداز بدل وي، او د معاشرے هغه خلق كومو چې تعليم نه دے حاصل كړے يعنې بے تعليمه دي يا كم ليك لوستونكي دي، هغوئي ته به د نيكئ د دعوت انداز بدل وي. لِهٰذا څوك چې د نيكئ دعوت وركولو والا دے، هغه له پكار دي چې چا ته د نيكئ دعوت وركوي، د هغه د ذِهني صلاحيتونو لحاظ دِ ساتي او د هر يو سره دِ د هغه د عقل مطابق خبرې کوي. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: ما ته حكم راكړے شوے دے چې د خلقو سره د هغوئي د عقلونو مطابق خطاب اوكړم. ([1])  

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې آيتِ كريمه كښې دوه الفاظ بيان شوي دي: (1) حكمت (2) مَوْعِظَۂِ حَسَنَہ. حكمت څه ته وائي؟ او مَوْعِظَۂِ حَسَنَہ څه ته وائي؟ په دې باره كښې مُفَسِّرينو ډير وضاحت بيان كړے دے:

د حكمت وضاحت

    * اِمام جَلالُ الدِّىن سُيُوطِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حكمت نه مراد قرآن دے. ([2])  يعنې [خلقو ته] د قرآنِ كريم آيات واوروه، د قرآنِ كريم تعليمات ورته اوښايه، په قرآنِ كريم كښې وركړي شوي دلائل ورته واوروه، په قرآنِ كريم كښې بيان شوې د حكمت خبرې ورته اوښايه، خلقو ته د نيكئ دعوت وركړه او هغوئي د الله پاك دِين طرف ته را اوبله! * علامه بيضاوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حكمت نه مراد مضبوط دلائل دي. ([3]) يعنې چې كله د نيكئ دعوت وركوئ  نو كمزورې  خبره مه كوئ، بلکه


 

 



[1]...اَسْنَی المطالب، صفحہ:123۔

[2]...تفسیر جلالین، پارہ:14، سورۂ نحل، زیرِ آیت:125۔

[3]...تفسیربیضاوی، پارہ:14، سورۂ نحل، زیرِ آیت:125۔