Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

مکّے كافران د اسلام خلاف راپاڅيدلي وو، په دغه دور كښې يو وخت داسې هم راغے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل يارِ غار حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ سره يو غار ته تشريف يوړلو.

     د هغه ورځو خبره ده، د الله حبيب، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په غار كښې تشريف فرما وو، يوه ورځ د مکّے مكرمې د يو غټ كافر عبدُ الله بِن جُدعان يو غلام چيلئ څرولې او د هغه غار طرف ته راغلو. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې اوليدلو نو آواز ئې ورته اوكړو: یَا رَاعِی ہَلْ مِنْ لَبَنٍ اے شپونکيه آيا ستا سره څه شَـوده [يعنې پـئ] شته دے؟ غُلام عرض اوكړو: آو جي! يوه بيزه ده په هغې كښې زما خوراك دے  (يعنې زه غلام يم، ټولې چيلئ زما د مالِك دي، په هغې كښې د يوے بيزې شوده زما د پاره مقرر دي) كه تاسو غواړئ نو د خپلې حِصَّے شوده ستاسو د پاره ايثار کولے شم.

     مالكِ دوجهان، سرورِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بيزه راوله! غلام بيزه حاضره كړه، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پياله را واخسته او په خپلو مباركو لاسو ئې د بيزې نه شوده واخستل، پياله ډكه شوه، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله شوده اوڅښل، بيا ئې ترينه شوده واخستل، حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ ته ئې وركړل، هغوئي هُم په مړه خيټه اوڅښل، آقا كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دريم ځل د بيزې نه شوده واخستل، پيالئ ډكه شوه او هغه غلام ته ئې وركړه، هغه غلام هم په مړه خيټه شوده اوڅښل، دغسې درې واړو د خپل حاجت مطابق شوده اوڅښل، د دې باوُجود د بيزې تَيُونه د شودو نه ډك وو، د دې معجزے ښکاره کولو نه پس خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه غلام ته اوفرمائيل: ہَلْ لَکَ فِی الْاِسْلام؟ اے غلامه! آيا اسلام قبلوے؟

     نوراني مخ، ښكلي حرکات و سکنات، بيا دا معجزه، د دې ټولو په ليدلو خو هغه غلام