Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain

     د فيصل آباد (پنجاب، پاكستان) اوسيدونكي د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده. د دعوتِ اسلامي ديني ماحول نه مخكښې زه ډير خراب او ګنهګار ووم، دروغ، غىبَت، چُغلي، او د بدنګاهي په ګناهونو كښې اخته ووم، ما مارشل آرټ زده كړے وو، د هغې په ذريعه به مې خامخا د خلقو سره جګړې كولے، هر نوے فيشن زما شوق وو، افسوس! د لمُونځونو نه دومره بےخبره ووم چې دا راته هم معلوم نه وو چې د يو لمُونځ څو ركعته وي؟ آخر كار زما د قِسمَت ستورے داسې اوځليدو چې زما ملاقات د خپل يو دوست سره اوشو كوم چې د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته وو، هغه ما ته په مدني قافله كښې د سفر كولو دعوت راكړو، د دوست خبره مې اومنله او د درې ورځو د مدني قافلے مُسافِر جوړ شوم. په مدني قافله كښې د عاشقانِ رسول د صحبت په بركت ما ته د خپل ژوند مقصد معلوم شو، په خپلو ګناهونو شرمنده شوم، د سترګو نه مې د غفلت پرده لرې شوه، د زړه حالت مې بدل شو، د ګناهونو نه توبه ګار شوم او د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول كښې مې ژوند تيرول شروع كړو. ([1])

دل کی کالک دُھلے مرضِ عصیاں ٹَلے                       آؤ سب چل پڑیں قافلےِ میں چلو

کر سفر آئیں گے، تو سُدھر جائیں گے                       اب نہ سستی کریں، قافلے میں چلو([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ايپلي كيشن تعارُف


 

 



[1]...رسائل مدنی بہار، صفحہ:74۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:669-672۔