Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain

وينې رفتار برابر ساتي، د مومِن بنده هم داسې مِثال دے، مُومِن خپل مقصد طرف ته ورمخكښې كيږي، ناكامه كيږي، بيا ورمخكښې كيږي، بیا ناكامه كيږي، بيا ورمخكښې كيږي، مُومِن شكست نه مني، كوشش كوي او آخر كامياب شي.

      په 1857ء كښې اګرچې مسلمانان ناكامه شول خو مسلمانان شا ته نه شول، مسلمانانو د آزادئ كوشش جاري اوساتلو. كافرو اوليدل چې په مسلمانانو كښې د آزادئ جَذبه په هيڅ طريقه هم كمه نه شوه، نو بيا هغوئي د مسلمانانو د اصل طاقت ختمولو او د مسلمانانو د اِيمان كمزوري كولو د پاره د دوئي د زړونو نه د عشقِ رسول د جَذبے ختمولو منصوبه جوړه كړه، د دې د پاره كافرانو خپل تعليم يافته خلق په عوامو كښې ورننباسل، هغه خلقو د اسلام په تعليماتو باندې اعتراضات شروع كړل، په قرآنِ كريم، او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاك سيرت باندې ئې اعتراضات شروع كړل، دغسې د عوامو په ذِهنونو كښې د شك پيدا كيدو كوشش شروع كړے شو. ([1])   

    په دې دوران كښې تحريكِ خلافَت شروع شو، تحريكِ تركِ موالات، تحريكِ هجرت شروع شو، د دې تحريكونو په ذريعه مسلمانان دوكه كړے شو، ډير زيات مسلمانان په دې سازش کښې ګرفتار شو، ډير مشران رهنما هم د كافرانو په جال كښې اونښتل، قائداعظم محمد علي جناح او ډاكټر محمد اقبال دا تحريكونه د مسلمانانو د پاره سخت نقصاني اوګنړل، چې كله تحريكِ تركِ موالات روان وو، كانګريس هم په دې كښې حِصَّه واخستله، هغه وخت قائداعظم محمد علي جناح كانګريس سره خپل تَعَلُّق ختم كړو، خو هغه وخت سختې فتنې وے، د فتنو يو طوفان راغلے وو، كافرانو مسلمانان د آزادئ په لالچ کښې د خپل دِين، مذهَب او اِيمان نه لرې كول، په كوڅو، سړكونو كښې ئې


 

 



[1]...تحریکِ پاکستان میں علماءِ کرام کا کردار، صفحہ:58بتغیرقلیل۔