Share this link via
Personality Websites!
الله په نِزد محبوب ترين مقام دے.
بيا چې كله خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هجرت اوكړو او مدينے مُنَوَّرے ته ئې تشريف راوړلو نو د بُخاري شريف حديث دے چې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا اوكړه: اَللّٰہُمَّ حَبِّبْ اِلَیْنَا الْمَدِیْنَۃَ کَحُبِّنَا مَکَّۃَ اَو اَشَدَّ يا الله پاكه! مونږ ته د مدينے مُنَوَّرےمدينے مُنَوَّرے داسې محبت را عطا كړې څنګه چې زمونږه د مکّے مُکَرَّمے سره مَحبَّت دے بلكه د هغې نه هم زيات. ([1])
د مُفسّرِ قرآن، مفتی احمد یار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خلاصه ده: زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا ټولې دُعاګانې قبولې شوې، هر مسلمان ته د مكے په مُقابله كښې مدينه منوره زياته محبوبه ده. د مدينے مُنَوَّرےمدينے مُنَوَّرے آب و هوا صحت منده ده، د هغه ځائے خاورې ته ”خاكِ شِفا“ وائي، د هغه ځائے په رزق كښې بركت دے او امام مالِك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك نه دليل اخستے دے او فرمائيلي ئې دي چې مدينه منوره د مکّے مُکَرَّمے نه افضله ده. ([2])
اے عاشقانِ رسول! د دې نه د مدينے مُنَوَّرےمدينے مُنَوَّرے د شان و عظمت اندازه اولګوئ چې دا مبارك ښار، ښائسته او ښكلے نوراني ښار د الله پاك هم محبوب ترين ښار دے او د دې سره سره زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم محبوب او خوښ شوے ښار دے. مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
اللہ کا محبوب بنے جو تمہیں چاہے اُس کا تو بیاں ہی نہیں کچھ تم جسے چاہو([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami