Share this link via
Personality Websites!
حضرت عبدُ الله بِن عباس رَضِیَ الله عَنْهُما نه روايت دے چې په كوم ځائے زګ جوړ شوے وو، هغه مقام بل يو نه وو بلكه د زمکې هغه مباركه ټكړه وه، چرته چې كعبه شريفه موجود ده. حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د زمكې هغه ټكړه چرته چې خانه كعبه موجود ده، دا د زمکې پيدا كيدلو نه دوه زره كاله مخكښې جوړه كړے شوي ده، او د حضرت ابوهُريره رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې لا زمكه نه وه جوړه شوي، د هغې نه دوه زره كاله مخكښې كعبه شريفه په اوبو كښې د يو خټ په شان وه، هلته به دوو فرښتو د الله پاك ذِكر كولو، بيا چې كله الله پاك د زمکې پيدا كولو اراده اوكړه نو د هُم هغه غونډئ نه ئې زمكه خوره كړه. ([1])
معلومه شوه چې په زمكه وړومبے كور كيدل خو ډيره ورستئ خبره ده، بلکه كعبه شريفه د ټولې زمكې اصل دے ځکه چې د زمكې دا ټكړه د ټولو نه وړومبئ پيدا كړے شوي ده او د هُم دې نه ټوله زمكه خوره شوي ده، سُبْحٰنَ الله! دا دے د کعبے شريفې اوچت شان....!!!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د كعبے شريفې عمارت كله جوړ کړے شو؟
اے عاشقانِ رسول! دا خو معلومه شوه چې د زمكې د ټولو نه وړومبئ كومه ټكړه چې پيدا شوي ده ھم هغه مقام دے چرته چې نن خانه كعبه ده، اوس سوال دا دے چې د کعبے شريفې عمارت د ټولو نه اوَّل كله جوړ شوے دے؟ د دې سوال د جواب د پاره د ايمان نه ډك حكايت واورئ: منقول دي يو ځل حضرت اِمام زَينُ العابِدين رَضِیَ الله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami