Share this link via
Personality Websites!
خلق سُستي كوي او په كور كښې لمُونځ ادا كړي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
حضرت محمد بِن سَمَاعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د امامِ اعظم ابوحَنِيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شاګردانو يو شاګر دے. د هغوئي عمر 103 كاله وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ 200 ركعته نفل ادا كول. ([1])
د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جَمعې د لمَانځه د جذبے دا حالت وو، پخپله فرمائي چې مسلسل د 40 كالو پورې د يو ځل تكبيرِ اُولٰى نه علاوه كله هم زما نه تكبيرِ اُولٰى نه دے پاتې شوے. په كومه ورځ چې زما مور محترمه وفات شوي وه، د هغه يوے ورځې د يو وخت جَمعه را نه پاتې شوي وه نو ما په دې خيال چې د جَمعې د لـمانځه ثواب 25 چنده وي ما هغه يو لمُونځ يواځې 25 ځله ادا كړو، بيا مې لږې سترګې پټې شوے نو چا راته په خوب كښې اووئيل: 25 لمُونځونه خو تا ادا كړل خو د فرښتو د اٰمين به څه كوے؟ ([2])
اے عاشقانِ رسول! د الله پاك د نيکو بندګانو د جَمعې د جذبے به څه وائې! چې د يو لـمانځه جَمعه ترينه لاړه نو حضرت محمد بِن سَمَاعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه لمُونځ 25 ځله ادا كړو!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې حكايت كښې د فرښتو د اٰمين وئيلو ذِكر هم اوشو، د جَمعې په لمَانځه كښې د سُوْرَةُ الْفَاتِحَه نه پس په قلاره اٰمين وئيلے كيږي، دغه شان د دُعا نه پس هم اٰمين وئيلے كيږي، د ”اٰمين“ معنٰى ده: هُم داسې دِ اوشي. د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami