Book Name:Faizan e Ramzan
په ماشومانو باندې شفقت كول سُنَّت دي
دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : (1) څوك چې زمونږ په وړو باندې رحم نه كوي هغه زمونږ نه نه دے[1] ، (2) په جنَّت كښې يو كور دے چې نوم ئې دارُ الفَرَح (د خوشحالئ كور) دے ، په هغې كښې به هغه خلق داخليږي څوک چې د ماشومانو زړه خوشحالوي.[2]
اے عاشقانِ رسول! په ماشومانو باندې شفقت كول د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. * رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په ماشومانو باندې ډير زيات شفقت كولو ، * چې كله به نوي ميوه راغله په هغې كښې د بركت دُعا كولو نه پس به ئې د ټولو نه مخكښې هغه [ميوه] ماشومانو ته وركوله ، * خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې د ماشومانو په خوا تيريدلو نو هغوئى ته به ئې سلام كولو ، * ماشومانو ته به ئې ګُټِّـي وركوله ، په غيږه كښې به ئې كښينول ، يوه ورځ حضرت اُمِّ قَيس رَضِىَ اللهُ عَنْهَا خپل د پئيو ماشوم د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر كړو ، خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ماشوم په غيږه كښې كښينولو ، هغه [ماشوم] د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په جامو مباركو واړه بول اوكړل ، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغې اوبه اوبهيولې او هيڅ ئې اونه فرمائيل ، * د كلي يو كس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر وو ، عرض ئې اوكړو : تاسو (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ماشومان ښكلوئ ، مونږه خو داسې نه كوو. ارشاد ئې اوفرمائيلو : چې الله پاك ستاسو د زړه نه رحم اوباسي نو زه څه کولے شم. ([3])