Faizan e Ramzan

Book Name:Faizan e Ramzan

وجه بعضې اِعتِكاف كوونكي د جمات آداب او عبادات په صحيح طريقه نه شي ادا كولے او دغسې د اِعتِكاف د بركتونو نه محرومه پاتې شي. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي  مسلمانان د قرآن و سُنَّت د عامل جوړولو کوشش کوي ، هغوئي ته علمِ دين زده کوي او په هغې د عمل کولو درس وركوي او د عباداتو د شوق زياتولو كوشش كوي ، اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د دعوتِ اسلامي زير اِهتِمام هر كال په ملك او بيرونِ ملك کښې په زرګاؤ جماتونو كښې د اجتماعي اِعتِكاف سلسله وي ، د دې اِعتِكاف د يو پيشمني نه واخله د بل پيشمني پورې د يو يو منټ جدول جوړ شوے دے ، مُبَلِّغِـين د زده كولو او ښودلو حلقے لګوي ، كله د درس و بيان په ذريعه د علمِ دين زده كولو موقع ميلاويږي ، كله قرآنِ كريم د صحيح مخارجو او د تجويد و قراءت سره د زده كولو حلقے ، كله د سُنتونو او آداب د زده كولو ، كله د دُعاګانو يادولو حلقے ، د فرض علومو زده كولو تركيب ، قرآنِ كريم د ترجمه و تفسير سره د وئيلو او اوريدلو حلقے ، د دې سره سره د اشراق و څاښت ، اَوَّابِىن ، صلٰوةُ التَّوبه ، تَهَجُّد ، د روژه ماتي او پيشمني ژړوونكي دُعاګانې ، الغرض د علمِ دين او نفل عبادتونو د بركتونو نه مالا مال دا اِجتماعي اِعتِكاف د باعمله جوړولو ، د سُنَّتونو د پابند كولو او د رَمَضَانُ الْمُبَارَك د بركتونو نه د ځولئ ډكولو بهترينه ذريعه ده.

     اے عاشقانِ رسول! دُنياوي كارونه نه ختميږي ، نه به ختم شي ، را روان كال معلومه نه ده چې مونږ ته به رَمَضَانُ الْمُبَارَك نصيب شي او كه نه ، بس هِمَّت اوكړئ ، ذِهن جوړ كړئ او دا ځل د دعوتِ اسلامي تحت اجتماعي اعتكاف كښې شريك شئ. اِنْ شَــآءالـلّٰـه! بيشميره بركتونه به درنصيب شي ، ستاسو د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے پيش كيږي :

خراب اخلاق ئې ښه شو  

     د شُجاع آباد ضلع ملتان يو اسلامي ورور د مور و پلار سخت ګستاخه وو ، كركټ او