Book Name:Wabae Amraz or islam
اللهُ اكبر! په دې موقع هم د الله پاك رحمت اوګورئ! ارشاد دے:
وَ یَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍؕ(۳۰) (پارہ25،سورةالشورٰى:30)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او ډير څه خو مُعاف كړي.
په څوارلسمه سيپاره، سورۀ نحل، آيت نمبر61 كښې ارشاد دے:
وَ لَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَّا تَرَكَ عَلَیْهَا مِنْ دَآبَّةٍ (پارہ14،سورۃالنحل:61)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او كه الله خلق د هغوئي د په ظُلم نيولے نو په زمكه ګرځيدونکے به ئې يو هُم نه وے پريښودے.
اے عاشقانِ رسول! توبه و استِغفار عبادت دے، مونږ له پكار دي چې په هر حال كښې د الله پاک نه مُعافـي غواړو، توبه اوکړو او خُدانخواسته كه وباء خوره شي، آفتونه راشي نو بيا خو په كثرت سره توبه و اِستِغفار كول پكار دي ځکه چې د دې په بركت آفتونه ختميږي، د حضرت نوح عَلَيْهِ السَّلام په قوم باندې يو ځل سخت قحط راغے نو حضرت نوح عَلَيْهِ السَّلام هغوئي ته د هغه قحط نه د خلاصي حاصلولو يوه بهترينه طريقه اوښودله حضرتِ سَيِّدُنا نُوح عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام چې څه فرمائيلي وو الله پاک هغه د يو کم ديرشمې سيپارے په سُوْرَۀ نُوح آيت نمبر 10 تا 12 کښې داسې اِرشاد فرمائي:
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْؕ-اِنَّهٗ كَانَ غَفَّارًاۙ(۱۰) یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًاۙ(۱۱) وَّ یُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّ بَنِیْنَ وَ یَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّ یَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًاؕ(۱۲) (پارہ29،سورۃنوح:10تا 12)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان: د خپل ربّ نه مُعافي اوغواړئ بيشكه هغه ډير مُعاف كوونكے دے، په تاسو به تيز باران را اُووَرَوي او د مال او ځامنو په ذريعه به ستاسو مدد اوكړي او ستاسو د پاره به باغونه جوړ كړي او ستاسو د پاره به نهرونه جوړ كړي.
مجھے سچی توبہ کی توفیق دے دے پئے تاجدارِ حرم یاالٰہی!